
مهرباني وکړئ لږ تم شئ…
موږ ستاسو لپاره تازه معلومات برابروو.
بارونه روان دي

موږ ستاسو لپاره تازه معلومات برابروو.

موږ ستاسو لپاره تازه معلومات برابروو.
د سورت تفصیل
8 آيتونه • د نزول ترتيب 12
ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې
او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى
هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه
او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ
نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته
بېشكه له سختۍ سره اساني شته
نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه
او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه