ښه نیت
د "نیت" په بڼه الله تعالیٰ مؤمنانو ته داسې کیمیاوي نسخه ورکړې ده چې هر مسلمان کولی شي په لږه پاملرنه سره خاورې هم په سرو زرو بدلې کړي. په حدیث شریف کې د حضرت صلی الله علیه وسلم ارشاد دی چې: "د ټولو اعمالو دارومدار پر نیتونو دی".
ځینې خلک د دې مطلب دا اخلي چې په ښه نیت سره غلط کار هم سمېږي او ګناه هم ثواب ګرځي، خو دا خبره په بشپړه توګه غلطه ده. ګناه په هر حالت کې ګناه ده؛ هر څومره چې په ښه نیت هم ترسره شي، هغه روا کېدای نه شي. د بېلګې په توګه که یو څوک د چا له کوره په دې نیت غلا وکړي چې کوم مال ترلاسه شي صدقه به یې کړم، نو د دې نیت له امله به د غلا ګناه ونه بښل شي.
مګر د حضرت صلی الله علیه وسلم د پورته یاد شوي ارشاد مطلب دا دی چې:
۱- پر هېڅ نیک کار تر هغه وخته ثواب نه ورکول کېږي تر څو چې په سم نیت سره ترسره نه شي. د بېلګې په توګه د لمانځه ثواب به هغه وخت ترلاسه کېږي چې یوازې د الله تعالی د رضا لپاره وشي؛ که د ځان ښودنې لپاره وشي نو ثواب یې ضایع کېږي او برعکس ګناه به شي.
۲- او دویم مطلب دا دی او همدا اوس یې بیانول موخه ده چې څومره کارونه مباح یا روا دي، د هغوی اصلي حکم خو دا دی چې پر هغوی نه ثواب شته او نه عذاب؛ خو که هماغه روا کارونه په ښه نیت سره ترسره شي، نو هغه عبادت ګرځي او ثواب پرې ورکول کېږي. د بېلګې په توګه خوراک کول له مباحاتو څخه دی، خو که یو څوک په دې نیت خوراک وکړي چې له دې لارې به زما بدن ته ځواک ترلاسه شي او دا ځواک به د الله تعالیٰ په اطاعت کې ولګوم، نو دا خوراک کول به هم د اجر او ثواب لامل شي. یا په دې نیت خوراک وکړي چې الله تعالیٰ زما د نفس حق هم پر ما ایښی دی او د هغه د ادا کولو لپاره خوراک کوم، یا په دې نیت خوراک وکړي چې له دې څخه به خوند او راحت ترلاسه شي نو له زړه به د الله تعالیٰ شکر ادا کړم، نو له دغو نیتونو سره په خوراک کولو کې به هم ثواب وي.
لنډه دا چې د ژوند هېڅ داسې مباح (روا) کار نشته چې په ښه نیت کولو سره دې عبادت او د ثواب لامل ونه ګرځول شي.

