إسراف او تبذیر
لیکوال: (استاذ الحدیث مولوي محمد حسن جان مدني)
الحمدلله رب العلمین، والصلوة والسلام علی رسوله الکریم، وآله وصحبه اجمعین،
قال الله سبحانه وتعالی:
كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ( الاعراف)
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله ﷺ: إِنَّ اللَّهَ يَرْضَى لَكُمْ ثَلَاثًا، وَيَكْرَهُ لَكُمْ ثَلَاثًا، فَيَرْضَى لَكُمْ أَنْ تَعْبُدُوهُ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا، وَأَنْ تَعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا، وَيَكْرَهُ لَكُمْ قِيلَ وَقَالَ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ، وَإِضَاعَةَ الْمَالِ.
الله تبارک وتعالی خپلو بندګانو ته بېشماره احسانات او نعمتونه ور په برخه کړي دي، تر څو انسانان د الله سبحانه د نعمتونو څخه سالمه استفاده وکړي، خپلي اړتیاوي او ضروریات ورڅخه پوره کړي، په ژوندانه کي چي الله انسان ته هر قسم نعموتونه او رنګارنګ سهولتونه مهیا کړي دي، ټول د انسان د خدمت او راحت لپاره دي، او ضمناً د انسان لپاره یوه ازموینه او امتحان دی؛ تر څو په استفاده کولو او استعمالولو کي الله یاد کړي، د الله تعالی شکر اداء کړي او د ناشکري کولو څخه ځان وژغوري - په دې کي شک نسته؛ چي د الله تعالی د نعمتونو شکر اداء کول د نعمتونو د ډېرېدا سبب ګرځي او د نعمتونو ناشکري د زوال او بالآخره د عذاب د را ټوکېدلو ذریعه جوړیږي.
د الله سبحانه د نعمتونو د جملې څخه یو هم مال او شتمني ده ، مال او سرمایه د انسان د ژوند یوه مهمه اړتیا ده، الله تعالی و انسانانو ته مال ورکړی دی او په ستر کتاب قرآن کي قیام ( دژوند مهم ضروت، روزي) بلل سوی، الله تعالی فرمایي:
[وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَعْرُوفًا]. (النساء)
ژباړه: او تاسي خپل هغه مالونه چي الله تعالی ستاسو د ژوند د سمون او بقا وسیله ګرځولې ده، د ژوند په چارو بې خبرو (بېعقلو او ناپوهو کسانو) ته مه سپارئ؛ بلکي له همدغه مال څخه هغوئ ته خوراک ورکړئ، جامې ورکړئ،او ( که هغوی د مال غوښتنه کوي) ورسره په ښه او مناسبه توګه خبري وکړئ .
نو مال د انسانانو لپاره د دوئ د ضروریاتو د پوره کولو لپاره یو مهم عنصر او ضروري مایه بلل سوېده ، د مال د ګټلو، لاسته راوړلو او مصرفولو دواړو په ارتباط انسان پوښتل کیږي.
که یو څوک خپله شتمني او سرمایه په ګناهونو، یا بې ځایه او بېله ضرورته مصرفوي؛ نو دغه عمل ته اسراف او تبذیر ویل کیږي
(اسراف) په مباح کارونه کي د ضرورت څخه اضافه مصرف کولو ته ویل کیږي، او په شریعت کي منعه ورڅخه راغلې ده، او تبذیر بېله ضرورته فضول او عبث مصرف ته ویل کیږي، دوه ډولونه لري:
الف: په معصیت بالذات ( داسي کارونه چي رأساً خپله ګناه وي) مصرفول، لکه: زنا، شراب، خمار او داسي نورو کارونو کي، دا کارونه چونکه حرام دي نو په دغه ډول کارونو کي د مال مصرفول هم حرام دي
ب: په معصیت بالغیر ( چي نورو ګناهونو ته ذریعه جوړیږي) یعني داسي کارونو کي مصرف کول چي خپله جائز وي خو دغه مصرف کول د بلي ګناه سبب ګرځي، لکه: د ریا، شهرت، فخر، نامه یا روج په خاطر وي، ددغه رنګه مصارفو څخه هم منع راغلې ده
په قرآنکریم کي آیت مبارک دی چي ژباړه یې داسي ده:
(وخورئ او وڅښئ، خو اسراف مه کوئ؛ بېشکه الله تعالی اسراف کوونکي نه خوښوي)(الأعراف: ۳۱)
د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی؛ چي
رسول الله ﷺ وفرمایل: الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان درته بد ګڼي.
هغه درې چي خوښوي یې دا دي:
دا چي یوازي د الله عبادت وکړئ،
او هيڅ شی ورسره شریک نه کړئ.
او ټول د الله پر رسۍ کلکي منګولي ټینګي کړئ او تفرق (یو دبل څخه بېلېدل) مه کوئ.
او هغه درې چې الله تعالی یې درته نه خوښوي :
قِيلَ وَقَالَ — بې ځایه خبرې او د خلکو هر ډول خبري نقلول.
كَثْرَةَ السُّؤَالِ — ډېري بې ضرورته پوښتني کول.
إِضَاعَةَ الْمَالِ — د مال بې ځایه ضایع کول او اسراف
په خوړو کي اسراف کول
د ضرورت تر حد زیات خوراک او یا دومره خواړه ترتیبول چي د ضرورت تر اندازه زیات وي؛ د خوړلو څخه وروسته ضائع سي اسراف بلل سوی دی، همدا راز د حرامو خوړو خوراک اسراف ویل سوی دی.
یو صحابي رضي الله عنه د رسول الله ﷺ و مجلس ته راغلی، سګلۍ یې وهلې، رسول الله ﷺ وفرمایل: د سګلۍ وهلو موقع مه راولئ ؛ یعنې دومره ډېر خواړه مه خورئ چي سګلۍ درته راسي؛ ځکه په دنیا کې ډېر داسې خلک سته چې په دنیا کي ډېر ماړه او شتمن وي، خو په آخرت کې به سخت وږي وي.
د حرامو شیانو خوړل:
ابن زبیر رحمه الله فرمایي چي: (اسراف) له حرامو خوړو څخه عبارت دی.
ځینو حضراتو ویلي دي: چي له اړتیا څخه زیات خوراک کول اسراف دی.
ابن ماجه رحمه الله له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت کوي چي رسول الله ﷺ وفرمایل:
«د هر هغه شي په خوړلو کي چي د انسان د زړه غوښتنه وي (خوهشمندانه خورک) اسراف سته
له همدې امله علماء او مفسرین لیکي چي د مړتیا څخه وروسته بیا خواړه خوړل ښه نه دي.
په دیني چارو کي اسراف:
له خوړلو او څښلو څخه علاوه په دیني چارو کي هم د خپل ټاکلي حد څخه تېرېدل اسراف دی او منع ځیني سوې ده، لکه په اوداسه، غسل او نورو پاکي چارو کي له اړتیا څخه د زیاتو اوبو استعمالول.
حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما روایت کوي چي رسول الله ﷺ حضرت سعد رضي الله عنه ولیدی چي ډېري اوبه یې استعمالولې، نو ویې فرمایل:(دا څه اسراف دی؟)
حضرت سعد رضي الله عنه عرض وکړ: «ایا په اوداسه کې هم اسراف شته؟»
رسول الله ﷺ وفرمایل:
«هو، که ته د رواني ویالې پر غاړه هم یې، بیا هم اسراف شته.»
له دې څخه څرګنديږي چي د اسلام مبارک دین د شتمنۍ او مال د بېځایه لګښتونو تر څنګ په ټولو شعبو کي د اسراف او فضول مصرف کولو مخه نیوی کوي.
د اسراف د بېلګو څخه:
نن سبا زموږ په جامعه کي زیاتر انسانان په شعوري او یا لا شعوري توګه د اسراف کولو په ناروغۍ اخته دي، د ودونو ( ولیمو) او نورو خوښیو په مراسمو کي بې ځایه تکلفات، لکه په خوړو ، جامو، موټرونو، ټکانو کولو، په اور او پټاکیو ساتیري او نورو غیر ضروري شیانو باندي زیات شمېر پیسي لګیږي ، او بېله کوم ضرورته څخه زیات مصرفونه کیږي ، دا ټول د اسراف په مفهوم کي راځي.
د اسراف او تبذیر کولو انجام:
الله تعالی مبذرین د شیطان وروڼه بللي دي
فرمایی (إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ ۖ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا) الإسراء:
ژباړه:
بېشکه بې ځایه مال لګونکي (اسراف کوونکي) د شیطانانو وروڼه دي، او شیطان د خپل رب ډېر ناشکره دی.
غور کول په کار دي؛ انسان ته به تر دغه بل کوم غټ تهدید او چیلنج وي چي د ملعون شیطان سره د ورورۍ تړاو ورکول سي، او شیان د الله ناشکره دی، نو هر کس چي د الله سبحانه ورکړي نعمتونه پر خپل ځای او مناسب ډول نه استعمالوي هغه هم د الله ناشکره بنده دی ، د اسلام دین د انسانانو لپاره د اعتدال او منځلاري د اختیارولو ښوونه کوي، خپل اتباع او پلویان د بېځایه مصرف او ریاکارۍ او نورو غیري ضروري سیالیو څخه په کلکه منع کوي، نو مسلمان ته پکار ده چې خپل مال په مناسب ځای کي مصرف کړي، له بېځایه لګښتونو څخه ځان وساتي او د الله تعالی د نعمتونو ناشکري ونه کړي.
اللهم اهدنا الصراط المستقیم، وجنبنا من الملعون الرجیم ، و ما ذالک علیك بعزيز .

