تفاصيل السورة
الماعون
7 آيات • ترتيب النزول 17
سورة 107•مكية
0:000:00
بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
1107:1
الترجمة البشتوية
ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي
2107:2
الترجمة البشتوية
نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي
3107:3
الترجمة البشتوية
او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي
4107:4
الترجمة البشتوية
نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره
5107:5
الترجمة البشتوية
هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي
6107:6
الترجمة البشتوية
هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي
7107:7
الترجمة البشتوية
او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي
