د اولادونو روزنه او تربیت!
لیکوال: ( استاذ الحدیث مولوي محمد حسن جان مدني)
الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام علی سیدنا محمد وآله وصحبه اجمعین، وبعد
قال الله سبحانه وتعالی: ﴿الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا﴾( الکهف)
وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: مُرُوا أَوْلَادَكُمْ بِالصَّلَاةِ وَهُمْ أَبْنَاءُ سَبْعِ سِنِينَ، وَاضْرِبُوهُمْ عَلَيْهَا وَهُمْ أَبْنَاءُ عَشْرٍ، وَفَرِّقُوا بَيْنَهُمْ فِي الْمَضَاجِعِ.
د اولادونو د تربیت او روزني په اړه د مور او پلار کوم مسؤلیتونه دي؟
درنو لوستونکو! د اولادونو روزنه او پالنه یو دروند مسؤلیت دی، که له یوې خوا اولادونه یو ستر نعمت دی خو له بله اړخه اولاد یو الهي امانت دی؛ چي الله سبحانه و تعالی موږ انسانانو ته را سپارلی دی ، که موږ د اولادونو حقوق او د هغوئ د اصلاح کولو لپاره خپل توان مصرف کړو او د غفلت څخه یې ډډه وکړو؛ نو به مو ددغه ستر مسؤولیت او امانت صحیح اداینه کړې وي، او څرګنده خبره ده؛ چي د امانت په ساتلو او پر ځای کولو سره انسان امین بلل کیږي او الله رب العزت او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم په عموم کي د ټولو اماناتو د ساتلو او اداکولو ټینګ حکم راته کوي، او په اماناتو کي د خیانت او تقصیر کولو څخه په ټینکه منع کوي او په تعلق یې وعیدونه او د عذابونو خبر راکوي.
ویلای سو؛ چي د اولادونو ښه روزنه او پالنه د اولادونو د احیاء یعني ژوندي کولو په درجه کي ده، او بالمقابل د اولاد د روزني او تربیت څخه غفلت کول، یا دغه مسؤلیت نه درک کول ، یا معمولي ګڼل، یا هم د سالم او غیر سالم تربیت تر مابینځ تفکیک نه کول ... د اولادونو د معنوي وژني په معنا ده، که څه هم د خوراک، څښاک، صحت، در ملني، او ټولني نوري اړتیاوي به یې ورته برابر کړي وي؛ خو دا په حقیقت کي ددغه اولاد د غوښو او بدن ساتلو انتظام بللای سو؛ نه د روح او باطن ..
نو لکه څنګه چي اولادونه خورک، څښاک، جامو، ارام، او صحت ته اړتیا لري، او مور او پلار یې د خپل وس په اندازه مکلف دي؛ چي د اولادونو مادي اړتیاوي به په نظر کي نیسي، او طبعي خبره ده مور او پلار د خپل اولاد لپاره دا یو مهرباني او شفقت بولي چي د هغوئ غوښتني او اړتیاوي ور پوره کړي، خو ډېره مهمه داده؛ چي مور او پلار د اولادونو د جسماني روزني او پالني تر څنګ د هغوئ روحي او معنوي اصلاح او تربیت هم په نظر کي ونیسي، بلکه د اولادونو او ماتحت زیر تربیت کسانو تر جسماني پالني د هغوئ معنوي پالنه زیاته اړینه ده؛ ځکه په جسماني اړتیاوو کي غفلت کول یوازي همدغه انسان ضایع کېدل دي، خو په اصلاحي او اخلاقي تربیت کي تکاسل (سستي) او غفلت هم د همدغه انسان ضائع کېدل دي او هم یې ناوړه اغېزې نوره ټولنه متضرره کوي د جهالت او نا پوهۍ د درده یې نور انسانان حتی حیوانات او کائنات متضرر کیږي، لهذا هر مور او پلار مکلف دي چي د خپلو اولادونو دجسماني پالني تر څنګ د هغوئ د تعلم او زدکړي پوره خیال وساتي؛ تر څو له یوه اړخه دغه د نن نسل او ماشومان د سبا ورځي مشران او استاذان جوړ سي، خپله هم د ټولني ښکلا او د نورو لپاره هم د لاري د مشعل صفت اختیار کړي.
مور او پلار به د اولاد د روزلو لپاره څه کوي؟
هر مور او پلار مکلف دي چي د خپل ځان تر څنګ به خپل اولادونه او اهل هم د حق او الهي احکاماتو څخه خبروي!
الله تبارک وتعالی فرمایی:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ ۖ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ( التحریم)
ترجمه:
«اې مؤمنانو! خپل ځانونه او خپلي کورنۍ د داسي اور څخه وساتئ چي د سون توکي یې انسانان او ډبري دي؛ پر هغه باندي داسي ملایکان مقرر دي؛ چې سخت زړي او ډېر مظبوط دي، هغوئ د الله د هغه امر څخه سرغړونه نه کوي چې هغوئ ته یې امر کړی وي، او هغه څه ترسره کوي چې ورته امر کيږي.»
په پورته آیت مبارک کي مؤمنانو ته یوازي د خپل ځان د اصلاح امر نه دی سوی، بلکي د خپلي کورنۍ د دیني او اخلاقي تربیې مسؤلیت هم ورپه غاړه سوی دی؛ یعني خپل ماشومان، مېرمن او خپل تر تربیت لاندي کسان په ایمان، عبادت، نېکۍ او ټولو دیني او معاشرتي ښیګڼو لارښوونه ورته کول، او د کفر، فسادونو، او هر ډول ګناهونو څخه د ځان ساتني لارښوونه ورته کول.
په ( اهلیکم) کي خپل ټول عیال او اهل داخل دي؛ چي خپله مېرمن، نارینه او ښځینه اولادونه، همدا رنګه مخکي چي غلامان او مینځیانو وي دا ټول د اهل تر عنوان لاندي دي او تر بیت یې لازم دی، همدا ډول ویلای سو: چي نن سبا چي د چا تر نګرانی لاندي څوک وظیفه داره وي، لکه مزدور، نوکر یا شاګردان او مأمورینو دا هم پر خپل فوق امیر حق لري چي د دوئ دیني او اخلاقي تربیت او پالنه وکړي. په یو روایت کي راغلي؛ چي کله د سورة التحریم فوق الذکر آیت را نازل سو؛ نو عمر فاروق رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه؛ چي د الله رسوله صلی الله علیه وسلم!
خپل ځان دجهنم څخه د ژغورلو خبر خو ذهن ته راځي چي (چی خپل ځانونه دګناهونو څخه وساتو او د الهي احکامو پابندي وکړو ) مګر خپل اهل او عیال څنګه د جهنم څخه و ژغورو؟
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي د دوئ دجهنم څخه د ژغورلو طریقه داده؛ چي الله تعالی تاسو دکومو کارونو څخه منعه کړي یاست د هغه کارونو څخه دوئ هم منع کړئ او دکومو کارونو چي تاسو ته الله تعالی دکولوحکم درته کړی وي؛ تاسو و دوئ ته د هغه د کولو حکم کوي! دغه دوئ د جهنم داور څخه ژغوري.
د اسلامي تعلیماتو او ښوونو په لړ کي مهم شیان په لاندي ډول دي:
لومړی: ایمان او عقیده :
د ایمان او عقیدې ښوونه او تعلیم دا مطلب چي د الله تعالی تعریف( پېژندنه) لکه د توحید او یګانګي عقیده ، رسالت او د انبیاؤو سلسله ، آخرت او د مرګ څخه وروسته بیا را ژوندي کېدل او نور مومن به امور ور زده کول،
د قرآن کریم او د رسول الله ﷺ سره مینه او تعلق ور پیدا کول.
دوهم: عبادات:
اولادونو ته د عباداتو تعلیم ورکولو مقصد دادی؛ چي د پاکۍ او اودس څخه نیولې بیا تر لمانځه، روژې او نور ضروري شرعي احکامو د اولادونو عمر ته په کتلو په مناسب وخت کي ور زده کول.
الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا﴾ (طه)
ژباړه:
«خپل اهل په لمانځه امر کوه او پر هغه صبر کوه.»
دریم: د قرآن کریم تعلیم
لږ تر لږه د قرآن صحیح تلاوت، تجوید او د مختصرو سورتونو په یاد حفظ سره زده کول، او یا زمینه ورته مساعده کول.
څلورم: اخلاق او آداب:
په ټولنه کي د ژوند کولو اصول او ټول ارزښتونه ور ښوول؛ لکه ريښتینې ژبه امانتداري، حیا، د مشرانو سره تعامل او احترام، د همسایګانو سره احترام، د انسانانو حتی حیواناتو سره نېک چلند، او د کشرانو سره مهرباني کول او داسي نور ..
پنځم: خپل عملي ژوند:
پاکوالی، د وخت نظم، د کور مسؤلیتونه، د خلکو سره ښه چلند، د حلال او حرام پېژندنه.
شپږم: د دیني او دنیوي تعلیماتو لپاره ما حول جوړونه:
د اولاد د استعداد مطابق مناسب ښوونیز چاپېریال او ماحول ورته برابرول، تر څو په راتلونکي کې د ځان، کورنۍ او ټولنې لپاره د خیر او نفع انسان ځیني جوړ سي.
اووم: په خپله ښه بېلګه جوړېدل:
اولاد یوازې په خبرو نه، بلکې د مور او پلار له عمل څخه ډېر څه زده کوي. که پلار لمونځ کوي، رښتیا وایي او له خلکو سره ښه چلند کوي، اولادونه ورڅخه عملي درس اخلي.
اتم: د بدو ملګرو څخه لیري ساتل:
د خپلو اولادونو ملګري څارل، د هغوئ مصروفیتونه او هغه څه چي هغوئ یې ګوري او اوري، په حکمت سره تر نظر لاندي نیول
نهم: تشویق او محبت:
د ښه کار په وخت کې یې ستاینه او تشویقول؛ یوازي په رټنه او تخویف، وهلو او سختۍ تربیه نه کيږي بلکي مختلف او ډول ډول تشویقي مېتودونه په عمل کي را وستل.
لسم اولادونو ته د خیر دعاء کول:
د صالح اولاد لپاره تل دعا کول، لکه د قرآن کریم د متن څخه د اولاد د اصلاح لپاره دعاء: ﴿رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً﴾(آل عمران)
«اې زما ربه! ما ته له خپل لوري پاکه او صالحه اولاده راکړه.»

