ځانځاني په مقابل کي یې بندګي
لیکوال: (استاذ الحدیث مولوي محمد حسن جان مدني)
الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام علی رسوله الکریم وآله وصحبه اجمعین،
قال الله سبحانه وتعالی ﴿وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ٥٦ مَا أُرِيدُ مِنْهُم مِّن رِّزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَن يُطْعِمُونِ ٥٧إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ ٥٨﴾
وقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: «إِذَا رَأَيْتُمْ شُحًّا مُطَاعًا، وَهَوًى مُتَّبَعًا، وَإِعْجَابَ كُلِّ ذِي رَأْيٍ بِرَأْيِهِ، فَعَلَيْكَ بِخَاصَّةِ نَفْسِكَ» ( ابوداؤد، ترمذي)
محترمو عزتمندو!
الله تعالی انسانان او پېرانان یوازي د خپل عبادت او بندګۍ لپاره پیدا کړي دي، الله تعالی د انسان څخه نه رزق غواړي، او نه هم الله د خوړو او نورو مواودو غوښتنه کوي ، بلکي الله سبحانه وتعالی ښه روزي ورکونکي او د قوي قوت څښتن دی.
( عبدیت) او بندګي د انسان لپاره ستر ښایست او ځانګړی صفت دی، انسان په دغه بندګي خویونو سره الله سبحانه ته نژدې، او د دنیا او آخرت د کامیابۍ او سر بلندۍ لایق جوړیږي، او د غرور او سرکښۍ په صورت کي د الله (جل جلاله) څخه لیري کیږي، ذلیله او خواریږي
شاعر وایي:
(زندګي آمد برایی بندګي -- زندګي بې بندګي شرمندګي)
وایی: ژوند د بندګۍ لپاره دی ژوند بېله بندګۍ څخه ذلالت دی.
د عبدیت اصل او بنیاد تواضع، اطاعت او تسلیمي ده، تر ټولو لومړی به د الله تعالی د احکاماتو او ښوونو تابعداره وي، د هیڅ ارشاد او امر څخه به یې طغیان او سرکښي نه کوي، او نه به د الله د فرموداتو او ارشاداتو خلاف خپل عقل او نظر استعمالوي، په دوهم قدم کي به د الله تعالی د مخلوقاتو سپکاوی او تذلیل نه کوي، بلکي بالمقابل به په درناوي او احترام تعامل ورسره کوي، او په ډیرو مسائلو کي به هغوئ تر ځان غوره او بهتره ګڼي.
د بندګۍ او عبدیت د مقام او اصلیت د لمنځه وړلو او جرح کولو دپاره تر ټولو ستر خطر او زیان انانیت او ځان ځاني ده، انانیت او ځانځاني انسان د خپل ځان او نورو په اړه افراط او تفریط ته اړباسي، ځکه ددغه ناوړه عادت او مرض لکبله خپل ځان په هر څه پوه او په هرڅه پوره، خپل نظر ورته تر هر نظر کامل او صحیح معلومیږي، د یوې موضوع اړوند خپله رأیه سالمه او حرف اخیر ورته معلومیږي، د نورو کسانو نظرونه او فعالیتونه یې تر فکر ناقص او ناتمام څرګندیږي، او د بل چا د حق نظر منل په سختۍ سره کوي، او کرار کرار بالآخره په داسي احساس کي مبتلا کیږي؛ چي دی هر څه کوي او یا هر څه وایي؛ هغه هم حق دي او هم د منلو قابله دي؛ اګر د حق په خلاف او دباطل په تائید وي.
انانیت یا خود پسندي د هغو باطني مهلکو امراضو له جملې څخه یوه ناروغي ده؛ چي کله په انسان کي پیدا سي؛ نو د جسماني ناروغیو غوندي ډېرښت او سرایت کوي او دجسماني ناروغيو څخه ځکه ډېره بده ده؛ چي د الله او دغه انسان تر مابین بعد او فاصله پیدا کوي او د دنیا او اخرت زیان او تاوان ورسره تړلی دی.
انانیت د اسلام دنظره:
د اسلام مبارک دین د انانیت او ځان ځانۍ زیانونه او اضرار په ګوته کوي
کله چي الله سبحانه آدم علی نبینا وعلیه الصلوة والسلام پیدا کړی نو ابلیس ته یې و آدم علیه السلام ته د سجدې کولو امر وکړی؛ نو ابلیس انکار وکړ، الله سبحانه ورته وویل: ته چیشي د سجدې کولو څخه منع کړې؟
قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ
( سورة الأعراف، آیت: ۱۲)
ژباړه:
شیطان وویل: «زه له هغه (آدم علیه السلام) څخه بهتره یم؛ تا زه له اور څخه پیدا کړی یم او هغه دي له خټو څخه پیدا کړی دی.
د شیطان د سجدې څخه د انکار کولو باعث دوه عمده شیان سوه؛
الف: د شیطان خپل ځان غوره بلل چي زه خو زه یم تر آدم بهتره یم، زه د اوره څخه یم آدم دخټو څخه، د ده په اند اور تر خټو بهتره دی؛ نو څنګه زه سجده وکړم!!
ب: شیطان د الله د حکم منلو په مقابل کي خپل فاسد فکر ته ترجیح ورکړل، دالله حکم یې مات کړی، دا قیاس یې ظالمانه او د انصاف څخه لیري وو.
د الله د نبي صلی الله علیه وسلم ارشاد دی:
إِذَا رَأَيْتُمْ شُحًّا مُطَاعًا، وَهَوًى مُتَّبَعًا، وَإِعْجَابَ كُلِّ ذِي رَأْيٍ بِرَأْيِهِ، فَعَلَيْكَ بِخَاصَّةِ نَفْسِكَ .
ژباړه: کله چې تاسو داسي بخل ووینئ؛ چي خلګ یې مني او پیروي یې کوي، او داسي خواهشات ووینئ ؛ چي خلک یې تعقیبوي، او د هر نظر لرونکي ویاړ په خپل نظر ووینئ؛ نو په داسي حالت کي خاص د خپل ځان اصلاح لازم ونیسه!
دفرعون انانیت او ډولونه:
د قرآن کریم په آیتونو کي د فرعون انانیت، ځانلویي او د حق په خلاف سرکښي په بېلابېلو مواردو او ډولونو سره توضیح سوې ده؛
مثلا سورة النازعات کي الله سبحانه د فرعون د ربوبیة دعوه راته فرمایي: [أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَىٰ]
ژباړه: او فرعون وویل: زه ستاسو تر ټولو لوړ رب یم.
دا د فرعون د انانیت تر ټولو څرګنده او واضحه دعوه وه؛ خپل ځان یې د خلکو رب بلی (معاذالله)
د ځانځانۍ او انانیت د نشې مخمور فرعون به خپل مجازي اقتدار او واکمني د ځان ملکیت او ثابت حق ګڼی.
[وَنَادَىٰ فِرْعَوْنُ فِي قَوْمِهِ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَٰذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِن تَحْتِي ۖ أَفَلَا تُبْصِرُونَ ٥١]
(الزخرف: 51)
ژباړه: او فرعون په خپل قوم کي ږغ وکړ او ویې ویل: اې زما قومه! آیا د مصر پاچاهي زما نه ده؟ او دا ویالې چې زما تر لاندې بهېږي، آیا تاسو یې نه وینئ؟.
فرعون د مال، واک، حکومت او مجازي مادیاتو له امله غرور او طغیان کوی.
د بلې خوا فرعون د الله د ستر رسول موسی علیه السلام په خلاف خپل د کبر او سرکښۍ او ظاهري عظمت له امله داسي مطرح کاوه.
[أَمْ أَنَا خَيْرٌ مِّنْ هَٰذَا الَّذِي هُوَ مَهِينٌ وَلَا يَكَادُ يُبِينُ ٥٢]
(الزخرف: 52)
ژباړه: آیا زه تر دغه کس (موسیٰ علیه السلام) څخه غوره نه یم چې هغه سپک او کمزوری دی او نږدې نه ده چې په څرګنده توکه خبري وکړي ؟.
دلته فرعون د عزم لرونکي رسول سپکاوی او د ځان لپاره ځانه خوښوونه ښکاره کړه!
بل لوري ته د حق د منلو پر ځای یې د خلکو د غولولو او تېر ایستلو داسي متکبرانه او خود پسندانه هڅه اختیار کړه؛ سورة غافر کي ایت دی
[قَالَ فِرْعَوْنُ مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَىٰ وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ ٢٩ ] (غافر: 29)
ژباړه: فرعون وویل: (زه تاسو ته یوازي هغه څه درښووم چې زه یې وینم، او زه تاسو ته یوازي د کامیابۍ لاره در ښووم.)
د فرعون دغه او داسي نوري ټولي کړني د ځانځانۍ او انانیت محصول چي بالآخرة هم ددنیا او هم دآخرت د عذاب جوګه وګرځېدی.
د قارون انانیت او پایله:
قارون د حضرت موسیٰ علیه السلام له قوم څخه و، الله تعالی ورته ډېر مال ورکړی و، خو د دې پر ځای چي د نعمت شکر پر ځای کړي، غرور، انانیت او تکبر یې اختیار کړ.
الله تعالی فرمایي:
[إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْفَرِحِينَ وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِنْ كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُفْسِدِينَ]
ژباړه: بېشکه قارون د موسیٰ علیه السلام له قوم څخه وو، خو پر هغوئ یې سرکښي وکړه. او موږ هغه ته دومره خزانې ورکړي وې چي د هغو کیلي به د یوه ځواک لرونکي ټولۍ لپاره هم درنې وې، کله چي یې قوم ورته وویل: په غرور سره خوښي مه کوه! بېشکه الله تعالی مغروره خوښی کونکي خلک نه خوښوي او په هغه څه کي چي الله درکړي، د آخرت د کور لپاره تیاري وکړه! او له دنیا څخه خپله برخه هم مه هېروه، او له خلکو سره داسې نېکي وکړه لکه الله چې له تا سره نېکي کړې ده، او په مځکه کې د فساد هڅه مه کوه؛ بېشکه الله مفسدین نه خوښوي.
کله چې خلکو قارون ته وویل چې دا مال د الله نعمت دی، نو هغه په ډېر غرور وویل: [قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ عِندِي](القصص: 78)
ژباړه: هغه وویل: دا مال خو ما ته یوازي د هغه علم او پوهي له امله راکول سوی دی؛ چې زما سره دی
دا د قارون د انانیت ښکاره مثال دی؛ یعنې نعمت یې د الله فضل او مهرباني نه بلل ، بلکي خپل کمال او استعداد یې بلی.
د قارون د انانیت پایله:
قارون فکر کاوه چې مال او شتمني به یې تل خوندي وي؛ خو الله تعالی د هغه غرور، ځان ځاني او تکبر له منځه یووړ، او د خاورو خوراک یې وګرځول
[فَخَسَفْنَا بِهِ وَبِدَارِهِ الْأَرْضَ] (القصص: 81)
ژباړه : نو موږ قارون او د هغه کور په ځمکه کې ننه ایستل.
د لیکني مهم درسونه:
مال، واکمني، اولاد، قوم، ژبه علم، قدرت، منصب، شتمني او داسي نور هرڅه د انسان د عزت اصلي معیار نه دي ؛ بلکي دا ټول د الله تعالی نعمتونه دي.
انسان باید د نعمت په لیدلو سره د نعمت ورکونکی او خالق ته متوجه سي، نه دا چي دا هر څه یوازي خپل کمال وبولي.
الله تعالي دي موږ او تاسو ټول د انانیت او ځان خوښووني څخه وساتي او د الله پر ټولو نعمتونو د شکر اداکولو توفیق را نصیب کړي. آمین

