د صدقې برکتونه
په قرآن او حدیث کې د صدقې ورکولو هڅوونه شوې ده چې انسان باید وخت په وخت د خپل وس مطابق له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي. که هغه په مال وي، که د خوراک او څښاک په شیانو وي او یا هم چا ته د یوې ښې خبرې د ورښودلو له لارې وي. ځکه چې چا ته ښه خبره ښودل هم صدقه ده. په صدقې سره مصیبتونه او ستونزې له منځه ځي او راتلونکې مشکلات، ناروغۍ او تکلیفونه درېږي (مخه یې نیول کېږي). له همدې امله امر شوی چې د کومې ناروغۍ په صورت کې له درملنې څخه مخکې صدقه ورکړئ، ترڅو د هغې په برکت سره شفا حاصله شي. د صدقې په برکت انسان خوشحاله اوسېږي او د خلکو په منځ کې ورته عزت او درناوی په برخه کېږي. له دې څخه یو ګام وړاندې سخاوت دی؛ ځکه چې په صدقه کې انسان خپله ګټه غواړي، خو په سخاوت کې د اړمن کس ګټه په نظر کې نیول شوې وي.
د صدقې او سخاوت پر خلاف، بخل (کنجوسي) یو ډېر بد صفت دی. د زړه تنګي تر ټولو زیاته بخیل کس ته وي او دا یوه بې اخلاقي هم ده چې د الله تعالی په ورکړل شوو نعمتونو کې له بخل څخه کار واخیستل شي او د نعمتونو حق ادا نه شي. هغه کسان چې د نعمتونو حق ادا کوي د ځان لپاره نیکبختي ترلاسه کوي او بریالیتوب مومي.
په ترمذي؛ کې له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضور صلی الله علیه وسلم وفرمایل: صدقه د پروردګار غوسه ختموي او د بد مرګۍ مخه نیسي. (ترمذي)
صدقه د دنیا او آخرت له مصیبتونو څخه د ژغورنې او د ګناهونو کفاره ده، چې انسان د الله تعالی له غوسې او بد مرګ څخه ساتي. د دې مطلب دا دی چې د صدقې ورکوونکي مسلمان حالت د مرګ پر مهال نه خرابېږي. یعنې د الله تعالی له ذکر څخه نه غافله کېږي، له خولې څخه یې بد الفاظ نه راوځي او له بدې خاتمې څخه یې ساتنه کېږي. خو صدقه باید له حلال مال څخه وي. له حلال مال څخه ورکړل شوې صدقه د ایمان د سلامتۍ او د ښې خاتمې وسیله ګرځي.

