
د ریا تعریف
ریا یو پټ شرک دی؛ ځکه نو د هغې د پټوالي له امله ډېر خلک پرې نه پوهېږي. د ریا معنا دا ده چې یو انسان د خپلو نېکو اعمالو، زهد، تقوا او علم په وسیله غواړي د خلکو په زړونو کې خپل مقام او عزت پیدا کړي، یا د خلکو له خوا ستاینه، درناوی او مقبولیت ترلاسه کول یې موخه وي.کله چې د مقام او نوم غوښتنې دا حالت پر انسان غالب شي، نو خبره تر دې ځایه رسېږي چې انسان آن د پاکۍ، پرهېزګارۍ او عبادت له لارې هم د عزت او شهرت غوښتونکی شي. که ډېر خلک خپل اعمال د انصاف او عدل په تله وڅېړي، نو ورته به څرګنده شي چې د دوی د علم او عبادت ډېر کارونه د الله تعالی لپاره نه، بلکې د خلکو د ښودلو او ریا لپاره وي.د داسې ریا نښه دا ده چې یو څوک کله کوم عبادت یا نېک کار وکړي، بیا خلکو ته وایي: وګورئ، ما داسې کار وکړ. کله چې خلک یې خبرې واوري او ستاینه یې وکړي، نو خوشحاله شي؛ خو که خلک یې خبره له پامه وغورځوي او د هغه د عمل پروا ونه کړي، نو پرې درنه تمامه شي.که خلک د هغه په حق کې لږه بېپامي وکړي، د هغه عزت او مقام ته پاملرنه ونه کړي، په معاملاتو کې ورسره نرم چلند ونه کړي، د راتګ پر مهال ورته ونه درېږي ، او په مجلسونو کې یې لوړه مرتبه ونه مني، نو هغه په زړه کې سخت خپګان او غوسه احساسوي. او که بیا داسې خپګان احساس نه کړي، نو ورته ډېره د حیرانتیا خبره ښکاري او وايي: ««کاشکې ما دا عبادت په پټه، پټه نه وای کړی، چې نن د دې تعجب سره مخ کېدلو ته اړتیا نه وای» ځکه که هغه عبادت په ښکاره کړی وای، خلکو به په خپلو سترګو لیدلی وای او عزت به یې ورکاوه، او هغه څه به یې ترلاسه کړي وای چې غوښتل یې.نو په حقیقت کې هغه د خپلو عبادتونو وروستی هدف او مقصد خلک ګرځولي وي، او له هغوی څخه د خپلو اعمالو بدله غواړي. دا کار اخلاص له منځه وړي؛ ځکه انسان د الله تعالی پر ځای له نورو څخه د خپلو اعمالو د اجر او بدلې تمه کوي.همدا هغه ډول ریا ده چې په حدیث شریف کې ورته اشاره سوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«اَلشِّرْکُ أَخْفٰی مِنْ دَبِیْبِ النَّمْلِ»یعنې:شرک د شپې په تیاره کې د روان مېږي له قدمونو څخه هم ډېر پټ او ناپېژندل کېدونکی دی.
