
د ژوند قبله
موضوع: د ژوند قبله څه ده؟ که څوک پوښتنه وکړي چي په لمانځه کې قبله کومه ده؟ موږ به سمدستي وایو بیت الله . که څوک همدا پوښتنه داسي وکړي چي: د ژوند قبله کومه ده؟ کېدای سي چي ډېر کسان لږ شېبه فکر کولو ته اړ سي او ووايي! پوښتنه مو بیا تکرار کړئ نه سوم پوه. د دې لامل دادی چي موږ د لمانځه پر مهال خپل مخ سمولو ته پاملرنه کوو، خو د ژوند لوری نه سموو او په دې اړه فکر نه کوو. په لمانځه کې د قبلې پر لوري د مخ اړول ډېر اسانه دی، ښي او چپ لوري ته حرکت کوو. خو د ژوند د تصور موخي سم لوري ته برابرول تر دې ستونزمن وي، چي عموماً ډېر مهم دی. موږ د قبلې مفهوم یوازي دومره فهمولی دی، چي د لمانځه پر مهال باید خپل مخ يوې ټاکلې خواته واړوو، خو حقیقت دادی چي د قبلې په مفهوم کې دا هم راځي چي د خپل ژوند لوری هم سم کړو، خپل زړه، فکر، پرېکړې او هڅې د يوه ذات پر لور واړوو او هغه ذات د خپل ژوند مرکز وګرځوو. الله تعالی خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) ته فرمایلي دي: [ قُل انَّنِي هَدَانِي رَبِّي اِلَی صِرَطٍ مُستَقِیمٍ دِیناً قِیَماً مِّلَّةَ اِبرَاهِیمَ حَنِیفاً وَ مَا کَانَ مِنَ المُشرِکِینَ ] سورة الأنعام ـ ۱۶۱ ـ ژباړه: ووايه! بېشکه زما رب زه پر سمه لار روان کړی يم، برابر دين د ابراهيم (علیه السلام) دين، هغه په پوره توګه د حق په لور وو، او له مشرکانو څخه نه وو. په دې آیت کې حضرت ابراهيم (علیه السلام) حنیف ښودل سوی دی، يعني هغه څوک چي د ټولو باطلو لورو څخه يې مخ اړوی او یوازي د حق لوري ته متوجه وي، هغه د مشرکانو په څېر د څو معبودانو عبادت نه کاوه، د هغه عبادت، قرباني، ژوند او مرګ بېلي بېلي قبلې نه درلودې، بلکي په بشپړه توګه یې خپل ځان یوه ذات ته سپارلی وو او هغه یې خپله قبله ګرځولې وه. په ورپسې آیت کې الله تعالی خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) ته او د هغه په واسطه موږ ته دا درس راکوي: [قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ](سورة الأنعام ـ ۱۶۲) ژباړه: ووايه بېشکه زما لمونځ، زما عبادت، زما ژوند او مرګ ټول د الله لپاره دي، هغه چي د ټولي نړۍ رب دی (سورة الأنعام ـ ۱۶۲) دا آیت په ښکاره راته ښيي چې د الله رضا يوازې په لمانځه کې خپله قبله ګرځول ضروري نه ده، بلکي د ژوند په هر اړخ کې باید قبله يوه وي. لکه څنګه چې په لمانځه کې د بدن قبله يوه ده، د زړه قبله هم باید يوه وي. لکه انسان چې په یوه وخت کې خپل بدن دوو طرفونو ته نه شي اړولای، دغه رنګه زړه هم په یوه وخت کې دوو بېلا بېلو مرکزونو ته نه شي متوجه کېدلای. الله تعالی فرمايي: [مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ] الله تعالی د انسان په زړه کې (سینه کې) دوه زړونه نه دي ايښي؛ دا کېدای نه شي چې زړه دې د الله سره هم وي او بله قبله دې هم ولري. زموږ ستونزه داده چې د لمانځه او ژوند قبله مو بېله ده؛ ځکه نو زموږ ژبه «الله اکبر» وايي، خو په عملي بڼه په زړه کې د بل چا لوی والي ځای نیولی دی. تندی په سجده کې کښته کوو، خو د خواهشاتو بتان مو په غرور ولاړ وي. د نېکانو د لارې د هدايت غوښتنه کوو، خو په عمل کې د هغو کسانو پر لار روان یوو چي د الله په غضب کې غوټه دي. [ إِيَّاكَ نَعْبُدُ] وايو؛ خو په عمل کې لاهم د نفس او شيطان بندګي کوو. [ إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ] وايو؛ خو د اړتياوو لپاره د مخلوق دروازې ټکوو. [سُبْحَانَ رَبِّيَ الْأَعْلَى] وايوو، خو بيا د کوم انسان په اړه فکر کوو چي تر ټولو لوی دی، او خپل سر ورته ټيټووـ په عبادت کې سر کښته کوو، خو ژوندمو له تکبر څخه ډک دی. خلاصه دا؛ چي زموږ د لمانځه قبله بيت الله، خو په ژوند، اخلاقو، راکړه ورکړه، کاروبار کې قبله د نفس غوښتنې او شخصي ګټې دي. دا وجه ده چي د لمانځه سره سره مو اندېښنې نه ختمېږي ، سکون نه راته پيدا کېږي، دعاوې مو د قبلېدو پر خوا نه ځي، برکتونه له منځه تللي دي، د پرمختګ لارې راڅخه ورکي دي؛ ځکه د لمانځه او ژوند قبله مو يوه نه ده. نوله دې وروسته چي هر ځل د لمانځه لپاره ودرېږئ له خپل ځان څخه یوه ساده پوښتنه وکړئ: آيا زما د لمانځه قبله او د ژوند قبله يوه ده؟ که جواب په هو وي نو مبارک مو شه، او که جواب نه وي نو د اصلاح پيل له نن څخه وکړئ ـ د کومو کسانو چي قبله يوه وي او په ژوند کې هغه ته متوجه وي، د هغو ژوند د سکون څخه ډک، خوشحاله او بريالی وي. د حضرت ابراهيم (علیه السلام) د ژوند قبلې ته وګورئ ـ [ إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ] (سورة الأنعام ـ ۷۹) ژباړه: ما خپل مخ په بشپړه توګه هغه ذات ته اړولی دی چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي دي؛ زه په پوره توګه د يوه دين لاروی يم او د مشرکانو څخه نه يم .
