عصبیت د یووالي په وړاندي خنډ!
لیکوال: ( استاذ الحدیث مولوي محمد حسن جان مدني)
الحمدلله رب العالمین والصلوة والسلام علی رسوله الکریم وآله وصحبه اجمعین،
قال الله سبحانه وتعالی: يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ (الحجرات ۱۳)
قال رسول الله صلي الله عليه وسلم:
لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ.(سنن ابي داود، كتاب الادب)
امابعد:
درنو او ښاغلو لوستونکو!
الله تبارک وتعالی انسانان د یوه پلار او مور څخه پیدا کړي دي او بیا یې په مختلفو قبېلو او قومونو لکه: عرب عجم؛ بیا په دواړو ښاخونو کي متعدد او زیاتو قبيلو او طائفو ته وېشلي دي، د قومي ډولونو تر څنګ یې پر مختلفو ژبو او سمتونو تقسیم کړي دي، همدا راز یې د پوستکي په تعلق رنګارنګ ګرځولي دي؛ ځیني یې په رنګ سپین، ځیني تور، ځیني ژړ، ځیني سره او نورو رنګونو کي پیدا کړي دي، دا هر څه ددې لپاره چي انسانان خپلو کي سره وپېژني او یو د بل سره یې پوره تعارف وسي، قومیت، منطقوي او جغرافیايي تشکیل په اصل کي د انسانانو تر مابین د اسانه پېژندلو یو مثبته ذریعه ده، نه د غواروي، بهتري، او شرافت معیار ګڼل، همدا وجه ده چي الله سبحانه! عرب، عجم، سپین، تور، سید، غیر سید، شیخ، بزرګ، پښتون، مغل، صدیقي، فاروقي الغرض ټول انسانان دیوه مور او پلار څخه پیدا کړي دي، د شرافت او فضیلت معیار الله تعالی تقوی بللې ده، او متقي انسان هیڅکله نور انسانان تر ځان حقیر او سپک نه ګڼي
الله سبحانه وتعالی فرمایی: يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ.
ژباړه: اې خلګو! موږ تاسو له یوه نارینه او یوې ښځي څخه پیدا کړي یاست، او تاسو مو قومونه او قبیلې ګرځولي یاست، ترڅو یو بل سره وپېژنئ ؛ بېشکه د الله په نزد په تاسو کي تر ټولو عزتمند هغه دی چې ډېر متقي وي.
(عصبیت) : په عموم کي دې ته ویل کېږي چې یو څوک د قوم ، وطن، ژبې، ډلې، کورنۍ یا نورو منطقوي، سمتي روابوطو داسي ملاتړ وکړي؛ چي په هغه کي د حق او باطل لحاظ ونیسي، دا ډول روابط پالل نه یوازي دا چي د اسلام د نظره بد دي بلکه د معاشرې او ټولني لپاره لوی ناسور او خنډ دی چي له امله یې مسلمان امت پر ډلو او ګوندونو تقسیمږي او د مسلمان امت برم او اعزاز ګواښي هغه که په هر شکل کي وي؛ که د قوم په نامه وي، که د منطقې په نامه وي، که د ژبي په نامه وي، د اسلام او مسمانانو دښمنان رسما ددې لپاره لاس په کار دي؛ چي څنګه مسلمان او مسلمان سره جلا کړي؟ کوم کوم تکتیکونه وکاروي چي په نتیجه کي مسلمانان سره بېل بېل سي، یو د بل په خلاف سنګر ونیسي په مختلفو نومونو سره لاس او ګرېوان سي او د موقع څخه په استفاده د نړۍ کفري فکرونه خپل شوم اهداف تر لاسه کړي ځکه که مسلمان امت یو وي یو وبل ته د ورورۍ لاس سره ورکړي خپلمنځي اختلافات او تشتتات لیري کړي، د عصبیت او ترپګنیو له خوبه را ویښ سي؛ بیا به پر نړۍ بېله مسلمان امته د حاکم په توګه بل څوک پاته نه سي
عصبیت یو بد بویه ږغ دی؛ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم منع ځیني فرمايلي ده
عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال:
كُنَّا في غَزَاةٍ، فَكَسَعَ رَجُلٌ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنَ الْأَنْصَارِ، فَقَالَ الْأَنْصَارِيُّ: يَا لَلْأَنْصَارِ، وَقَالَ الْمُهَاجِرِيُّ: يَا لَلْمُهَاجِرِينَ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: مَا بَالُ دَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ؟ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، كَسَعَ رَجُلٌ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ رَجُلًا مِنَ الْأَنْصَارِ، فَقَالَ: دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ.
پښتو ژباړه
حضرت جابر رضي الله عنهما وایي:
موږ په یوه غزا کې وو، یو مهاجر صحابي یو انصاري صحابي وواهه. انصاري وویل: «ای انصارو!» او مهاجر وویل: «ای مهاجرو!»
رسول الله ﷺ چې کله دا واورېدل، ویې فرمایل:
«دا د جاهلیت د زمانې کومه بلنه ده؟»
صحابه کرامو وویل:
یا رسول الله! یو مهاجر کس بل انصاري کس وهلی دی.
نو رسول الله ﷺ وفرمایل:
«دا پرېږدئ، ځکه دا بدبویه او کرکجنه خبره ده.»
یعنې د مسلمانانو ترمنځ د قوم، ډلې، قبیلې او ډلې پالنې په نوم د تعصب او جګړې شعارونه مه پورته کوئ،
په یو بل حدیث کي داسي راغلي دي!
حضرت جبیر بن مطعم رضي الله عنه څخه روایت شوی حدیث دی:
لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ.
ژباړه:
«هغه څوک زموږ له ډلې څخه نه دی چې د عصبیت لوري ته بلنه کوي، او هغه څوک زموږ له ډلې څخه نه دی چې د عصبیت لپاره جګړه کوي، او هغه څوک زموږ له ډلي څخه نه دی چي په عصبیت باندي مړ سي.»
(سنن أبي داود)
د عصبیت اضرار :
حق او باطل د خلط او ګډ کېدلو تر څنګ، انسان د حق پر ځای باطل، او د خپل قوم، ډلې یا شخص ملاتړ کولو،
بې عدالتي کولو، د خپل کس د تېروتني سره سره د مقابل په خلاف درېدلو،
کینه، بغض او حسد زیاتېدلو،
ټولنه په ډلو او قومونو وېشلو،
او د د اسلامي وحدت قوت کمولو او داسي نورو نا جائزو ظلمونو ته هڅوي او د دین پر ځای غیر دین اختیاروي چي دا هم د آخرت او هم د انسانیت او هم د ټولني په زیان ده.

