آخرین نوشتهها

د ژوند قبله
موضوع: د ژوند قبله څه ده؟
که څوک پوښتنه وکړي چي په لمانځه کې قبله کومه ده؟
موږ به سمدستي وایو بیت الله .
که څوک همدا پوښتنه داسي وکړي چي: د ژوند قبله کومه ده؟
کېدای سي چي ډېر کسان لږ شېبه فکر کولو ته اړ سي او ووايي!
پوښتنه مو بیا تکرار کړئ نه سوم پوه.
د دې لامل دادی چي موږ د لمانځه پر مهال خپل مخ سمولو ته پاملرنه کوو، خو د ژوند لوری نه سموو او په دې اړه فکر نه کوو.
په لمانځه کې د قبلې پر لوري د مخ اړول ډېر اسانه دی، ښي او چپ لوري ته حرکت کوو. خو د ژوند د تصور موخي سم لوري ته برابرول تر دې ستونزمن وي، چي عموماً ډېر مهم دی.
موږ د قبلې مفهوم یوازي دومره فهمولی دی، چي د لمانځه پر مهال باید خپل مخ يوې ټاکلې خواته واړوو، خو حقیقت دادی چي د قبلې په مفهوم کې دا هم راځي چي د خپل ژوند لوری هم سم کړو، خپل زړه، فکر، پرېکړې او هڅې د يوه ذات پر لور واړوو او هغه ذات د خپل ژوند مرکز وګرځوو.
الله تعالی خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) ته فرمایلي دي:
[ قُل انَّنِي هَدَانِي رَبِّي اِلَی صِرَطٍ مُستَقِیمٍ دِیناً قِیَماً مِّلَّةَ اِبرَاهِیمَ حَنِیفاً وَ مَا کَانَ مِنَ المُشرِکِینَ ] سورة الأنعام ـ ۱۶۱ ـ
ژباړه: ووايه! بېشکه زما رب زه پر سمه لار روان کړی يم، برابر دين د ابراهيم (علیه السلام) دين، هغه په پوره توګه د حق په لور وو، او له مشرکانو څخه نه وو.
په دې آیت کې حضرت ابراهيم (علیه السلام) حنیف ښودل سوی دی، يعني هغه څوک چي د ټولو باطلو لورو څخه يې مخ اړوی او یوازي د حق لوري ته متوجه وي، هغه د مشرکانو په څېر د څو معبودانو عبادت نه کاوه، د هغه عبادت، قرباني، ژوند او مرګ بېلي بېلي قبلې نه درلودې، بلکي په بشپړه توګه یې خپل ځان یوه ذات ته سپارلی وو او هغه یې خپله قبله ګرځولې وه.
په ورپسې آیت کې الله تعالی خپل رسول (صلی الله علیه وسلم) ته او د هغه په واسطه موږ ته دا درس راکوي:
[قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ](سورة الأنعام ـ ۱۶۲)
ژباړه: ووايه بېشکه زما لمونځ، زما عبادت، زما ژوند او مرګ ټول د الله لپاره دي، هغه چي د ټولي نړۍ رب دی (سورة الأنعام ـ ۱۶۲)
دا آیت په ښکاره راته ښيي چې د الله رضا يوازې په لمانځه کې خپله قبله ګرځول ضروري نه ده، بلکي د ژوند په هر اړخ کې باید قبله يوه وي.
لکه څنګه چې په لمانځه کې د بدن قبله يوه ده، د زړه قبله هم باید يوه وي. لکه انسان چې په یوه وخت کې خپل بدن دوو طرفونو ته نه شي اړولای، دغه رنګه زړه هم په یوه وخت کې دوو بېلا بېلو مرکزونو ته نه شي متوجه کېدلای.
الله تعالی فرمايي:
[مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ]
الله تعالی د انسان په زړه کې (سینه کې) دوه زړونه نه دي ايښي؛ دا کېدای نه شي چې زړه دې د الله سره هم وي او بله قبله دې هم ولري.
زموږ ستونزه داده چې د لمانځه او ژوند قبله مو بېله ده؛ ځکه نو زموږ ژبه «الله اکبر» وايي، خو په عملي بڼه په زړه کې د بل چا لوی والي ځای نیولی دی.
تندی په سجده کې کښته کوو، خو د خواهشاتو بتان مو په غرور ولاړ وي.
د نېکانو د لارې د هدايت غوښتنه کوو، خو په عمل کې د هغو کسانو پر لار روان یوو چي د الله په غضب کې غوټه دي.
[ إِيَّاكَ نَعْبُدُ] وايو؛ خو په عمل کې لاهم د نفس او شيطان بندګي کوو.
[ إِيَّاكَ نَسْتَعِينُ] وايو؛ خو د اړتياوو لپاره د مخلوق دروازې ټکوو.
[سُبْحَانَ رَبِّيَ الْأَعْلَى] وايوو، خو بيا د کوم انسان په اړه فکر کوو چي تر ټولو لوی دی، او خپل سر ورته ټيټووـ
په عبادت کې سر کښته کوو، خو ژوندمو له تکبر څخه ډک دی.
خلاصه دا؛ چي زموږ د لمانځه قبله بيت الله، خو په ژوند، اخلاقو، راکړه ورکړه، کاروبار کې قبله د نفس غوښتنې او شخصي ګټې دي.
دا وجه ده چي د لمانځه سره سره مو اندېښنې نه ختمېږي ، سکون نه راته پيدا کېږي، دعاوې مو د قبلېدو پر خوا نه ځي، برکتونه له منځه تللي دي، د پرمختګ لارې راڅخه ورکي دي؛ ځکه د لمانځه او ژوند قبله مو يوه نه ده.
نوله دې وروسته چي هر ځل د لمانځه لپاره ودرېږئ له خپل ځان څخه یوه ساده پوښتنه وکړئ:
آيا زما د لمانځه قبله او د ژوند قبله يوه ده؟
که جواب په هو وي نو مبارک مو شه، او که جواب نه وي نو د اصلاح پيل له نن څخه وکړئ ـ
د کومو کسانو چي قبله يوه وي او په ژوند کې هغه ته متوجه وي، د هغو ژوند د سکون څخه ډک، خوشحاله او بريالی وي. د حضرت ابراهيم (علیه السلام) د ژوند قبلې ته وګورئ ـ
[ إِنِّي وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ حَنِيفًا ۖ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ] (سورة الأنعام ـ ۷۹)
ژباړه: ما خپل مخ په بشپړه توګه هغه ذات ته اړولی دی چې اسمانونه او ځمکه يې پیدا کړي دي؛ زه په پوره توګه د يوه دين لاروی يم او د مشرکانو څخه نه يم .
ps
000

د ریا تعریف
ریا یو پټ شرک دی؛ ځکه نو د هغې د پټوالي له امله ډېر خلک پرې نه پوهېږي. د ریا معنا دا ده چې یو انسان د خپلو نېکو اعمالو، زهد، تقوا او علم په وسیله غواړي د خلکو په زړونو کې خپل مقام او عزت پیدا کړي، یا د خلکو له خوا ستاینه، درناوی او مقبولیت ترلاسه کول یې موخه وي.کله چې د مقام او نوم غوښتنې دا حالت پر انسان غالب شي، نو خبره تر دې ځایه رسېږي چې انسان آن د پاکۍ، پرهېزګارۍ او عبادت له لارې هم د عزت او شهرت غوښتونکی شي. که ډېر خلک خپل اعمال د انصاف او عدل په تله وڅېړي، نو ورته به څرګنده شي چې د دوی د علم او عبادت ډېر کارونه د الله تعالی لپاره نه، بلکې د خلکو د ښودلو او ریا لپاره وي.د داسې ریا نښه دا ده چې یو څوک کله کوم عبادت یا نېک کار وکړي، بیا خلکو ته وایي: وګورئ، ما داسې کار وکړ. کله چې خلک یې خبرې واوري او ستاینه یې وکړي، نو خوشحاله شي؛ خو که خلک یې خبره له پامه وغورځوي او د هغه د عمل پروا ونه کړي، نو پرې درنه تمامه شي.که خلک د هغه په حق کې لږه بېپامي وکړي، د هغه عزت او مقام ته پاملرنه ونه کړي، په معاملاتو کې ورسره نرم چلند ونه کړي، د راتګ پر مهال ورته ونه درېږي ، او په مجلسونو کې یې لوړه مرتبه ونه مني، نو هغه په زړه کې سخت خپګان او غوسه احساسوي. او که بیا داسې خپګان احساس نه کړي، نو ورته ډېره د حیرانتیا خبره ښکاري او وايي: ««کاشکې ما دا عبادت په پټه، پټه نه وای کړی، چې نن د دې تعجب سره مخ کېدلو ته اړتیا نه وای» ځکه که هغه عبادت په ښکاره کړی وای، خلکو به په خپلو سترګو لیدلی وای او عزت به یې ورکاوه، او هغه څه به یې ترلاسه کړي وای چې غوښتل یې.نو په حقیقت کې هغه د خپلو عبادتونو وروستی هدف او مقصد خلک ګرځولي وي، او له هغوی څخه د خپلو اعمالو بدله غواړي. دا کار اخلاص له منځه وړي؛ ځکه انسان د الله تعالی پر ځای له نورو څخه د خپلو اعمالو د اجر او بدلې تمه کوي.همدا هغه ډول ریا ده چې په حدیث شریف کې ورته اشاره سوې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«اَلشِّرْکُ أَخْفٰی مِنْ دَبِیْبِ النَّمْلِ»یعنې:شرک د شپې په تیاره کې د روان مېږي له قدمونو څخه هم ډېر پټ او ناپېژندل کېدونکی دی.
ps
211


