لس درهمه (مهر شرعي) په څه معنا ؟
لس درهمه (مهر شرعي) په څه معنا ؟ (لیکوال: مفتي عبدالوارث مسترشد) مهر هغه مالي حق دی چې د نکاح په سبب ښځې ته ورکول کیږي. اسلام مهر د ښځې حق ګرځولی دی او خاوند یې په ادا کولو مکلف ګرځولی دی، چې په پوره خوښۍ او رضایت یې ورکړي. الله تعالی فرمايي: «وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً» ښځو ته د هغوئ مهرونه په خوشحالۍ او رضایت سره ورکړئ. په نکاح کې د مهر حکمت: د مهر حکمتونه شاه ولي الله رحمه الله په حجة الله البالغه کې دوه بیانه کړي دي: ۱. په مهر سره نکاح دوامداره کیږي. د نکاح هدف هغه وخت پوره کیږي، کله چې خاوند او ښځه هر یو خپل ځان د دایمي ملګرتیا او یو بل سره د مرستې کولو عادت وګرځوي. ښځه د نکاح له تړلو وروسته د ګډ ژوند په نظام کې د خاوند تر سرپرستۍ او مسؤولیت لاندې راځي، خو خاوند د طلاق اختیار هم لري. داسې نظام جوړول چې خاوند په هیڅ حالت کې د نکاح د ختمولو اختیار ونه لري، مناسب نه دی؛ ځکه د سختو او نه حل کېدونکو حالاتو لپاره د طلاق دروازه په شریعت کې پرانیستې ده. نو د دې لپاره چې نارینه د دایمي نکاح لپاره لېواله شي، پر هغه مهر واجب سو، کله چې د طلاق اراده وکړي، مالي زیان یې په سترګو کې وي، او په سختو حالاتو کې طلاق ورکړي. نو مهر د نکاح د پایښت او دوام یوه وسیله ده. ٢ د مهر په وسیله د نکاح ارزښت ښکاره کیږي: د نکاح اهمیت او ارزښت هغه وخت ښکاره کیږي چې کله مال ورکړل سي؛ ځکه په خلکو کې چې د مال حرص څومره دی د بل شي حرص دومره نسته؛ نو د مال په ورکولو سره نکاح ارزښت پیدا کوي. د مهر په وسیله د ښځې د کورنۍ زړونه هم ډاډه او خوشحاله کېږي؛ ځکه د خپلې لور یا خور لپاره د مناسب مهر ورکول د هغې د درناوي او د راتلونکي ژوند د مسؤولیت څرګندونه کوي. مهر باید څومره وټاکل سي؟ مهر رواج او عرف ته په کتو دومره وټاکل سي، چې ادا کول یې اسان وي ، نه دومره زیات چې پر خاوند باندې بار وي او ادا کول ورته ستونزمن وي، او نه دومره لږ چې د مهر کوم مقصد دی هغه فوت شي. په حدیثونو کې د مهر د اسانه کولو ترغیب راغلی دی؛ خو هغه په دې معنا نه دی چې لس درهمه وټاکئ. ډېري دينداري کورنی په دغه باره کې زياتي تېروځي او دا فکر کوي چي د شريعت منشا او غوښتنه دا ده چې لس درهمه مهر و ټاکل سي. د دوئ تېروتنه د «مهر شرعي» د اصطلاح په ناسم فهم کې ده؛ دوئ د دې اصطلاح له استعمال څخه داسې اخلي چې ګواکې شریعت د مهر لپاره همدا اندازه ټاکلې ده او د همدې اندازې ټاکل یې مطلوب ګرځولي دي، حال دا چې د اصطلاح مقصد یوازې د مهر کمه اندازه بیانول دي، نه دا چې د هرې نکاح لپاره دې همدا اندازه وټاکل شي قرآن وایي: «وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً» سورة النساء ـ ۴ ژباړه: ښځو ته د هغوی مهرونه ورکړئ په خوښۍ. د پورته آیت څخه یوه خبره دا هم معلومیږي چې مهر باید لږ نه وي، ځکه چې په کم مهر کې د خوښۍ خبره نه مطرح کیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو مېرمنو لپاره مناسب مهر ټاکلی و. په روایاتو کي د ١٢.٥ اوقیو یادونه سوې ده. یوه اوقیه ۴۰ درهمه کیږي، چې ټول ۵۰۰ درهمه کیږي د موجوده وزن په اعتبار ۱۵۳۰ ګرامه سپین زر کیږي. په ځینو روایتو کې د حضرت خدیجې رضي الله عنها د مهر په اړه د شلو اوښانو یادونه هم شوې ده. لنډه دا چې مناسب او د سنت له روح سره برابر مهر هغه دی چې د دواړو لورو په خوښه وټاکل شي، د خاوند له وسې سره مناسب وي او ښځه وکولای شي خپلې مهمې اړتیاوې پرې پوره کړي. نو لس درهمه مهر ټاکل د سنت په معنا نه دی، او شریعت د همدې اندازې ټاکلو ته ځانګړی ترغیب نه دی ورکړی؛ بلکې لس درهمه یوازې د مهر هغه لږه اندازه ده چي له هغه څخه کم مهر نه ټاکل کېږي. له همدې امله، دا باید داسې ونه ګڼل شي چې د هرې نکاح لپاره د شریعت مطلوب او مسنون مهر همدا لس درهمه دي. که سنت وای نبي (صلی الله علیه وسلم) به ټاکلی وای .
ps